امنیت

وګړني پاڅون کوونکي له مخالفينو سره په جګړو کې دامنيتي ځواکونو تر څنګ دريږي .

کابل باختر د ثور دويمه :
دسرپل  ښار وګړني پاڅون کوونکي ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا له سمبالښت  وروسته ددغه ولايت دملي امنيت درييس  تر قوماندې لاندې دوسله والو مخالفينو پرخلاف  جګړه کې ونډه اخلي .
دسرپل والي محمد ظاهر وحدت ددغه ولايت دخلکو دښه احساس له امله دخوښى دڅرګندونو په ترڅ کې دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسرپل ولايت خلک تل دوګړنيو پاڅونونو په چوکاټ کې دخپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي اوپه دې برخه کې خپلې همکارۍ ته وام ورکوي
داپه داسې حال کې ده چې ددولت وسله والو مخالفينو په هېواد کې دعمري په نامه  عمليات پيل کړي دي چې دهېواد په زياترو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او وګړني مقاومت دقوتونوله مقاومت سره  مخامخ شوي او ماتې يې خوړلې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته