سیاست

حکومت د اساسي قانون تطبیق ته ژمن دی

قندهار باختر د مرغومې ۱۷ مه
حکومت د اساسي قانون تطبیق ته ژمن دی او عملي کول يې د ځان مسووليت ګڼي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د اساسي قانون د اوونۍ په نمانځغونډه کې وکړې.
وېسا وويل چې،حکومت د اساسي قانون حفاظت او تطبیق ته ژمن او عملي کېدل يې د ځان مسووليت ګڼي.
هغه وويل چې، د افغانستان اساسي قانون د خلکو د حقونو د مراعات کولو له پلوه د نړۍ له بهترينو قانونونو څخه ګڼل کېږي.
ده له خلګو وغوښتل چې د هېواد اساسي قانون د خپل عملي ژوند یوه برخه وګرځوي.
په همدې حال کې د سرحدونو او قبائيلو چارو وزیر محمد شفیق ګل اغا شیرزي او امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق هم په خپلو خبرو کې د قانون پر تطبیق ټينګار وکړ.
ديني عالمانو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو ،قومي مشرانو او د رسنيو استازو ډاډ څرګند کړ چې خلګو ته به د دغه ملي وثیقې د ارزښت په اړه د بېلابېلو پروګرامونو له لاري معلومات ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې تصویب شوی دی،چې نن يې د قندهار په ګډون دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څوارلسمه کليزه ونمانځل شوه.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته