کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
د نيمروز ولايت پوليسو دوه تنه د يو موټر د غلا په تور ونيول .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالهادي غزيزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه غله چې يوه اوونۍ مخکې يې يو سراچه موټر يې له زرنج ښار څخه غلاکړى و؛ پرون د پوليسو له خوا ونيول شول او موټرخاوند ته يې وسپارل شو .
خبرځاى وويل: نيول شويوکسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې غوښتل يې دغه موټر هلمند ولايت ته وليږدوي چې د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ