امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم نولسمه :
  ديارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې  دافغان امنيتي ځواکونو دهوايي عملياتو له امله ووژل شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل: دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ دملا قلي په کلي او په کندز ښار  پورې اړوند  دګورتيپې  په شينواري کلي کې دافغان امنيتي ځواکونو دهوايي عملياتو  له امله ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول
ديواړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، طالبانو خپل ټپيان  دشپې له تورتم څخه په استفادې سره له ځان سره بوتلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته