امنیت

د شهيد سردار محمد داوودخان په روغتون بريد د روغتيايي کارکوونکو د انديښنې سبب شوى دى

کابل باختر دکب نولسمه :
د افغانستان د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو سراسري اتحاديې او د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنې د شهيد سردار محمد داوود خان په روغتون  بريد او د دغه روغتون  د ډاکترانو، روغتياپالو، کارګرانو او ناروغانو وژل په کلکه وغندل .
د دغو دوو بنسټونو په ليکنوکې چې نن باختر آژانس ته رسيدلي دي؛ د دغې پيښې له امله خواشيني څرګنده شوې ده او ټينګار شوى دى چې په روغتون بريد او د ډاکترانو وژل د هېواد د طبابت ټول کارکوونکي غمجن اوانديښمن کړي دي. ځکه روغتونونه او ډاکتران د سياسي، مذهبي، قومي، ډله ئيز او سمتي مسئلو له په پام کې نيولو پرته د اړو انسانانو په خدمت کې دي او د دغه بريد سازمان ورکوونکي د دغه جنايت په ځواب کې څه توجيه لرلې شي؟ او دغه وحشيانه عمل وښوده چې په هېوادکې د طبابت  په کارکوونکي هم  د ډار اچوونکو له خوا بريدونه کيږي او بايد امنيتي بنسټونه په روغتونونوکې د ډاکترانو د کار د چاپيريال د امنيت په تامينولوکې محتاط و اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته