امنیت

په کابل کې په مشورتي جرګې دبريد لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
دميدان وردګو ولايت دملي امنيت رياست منسوبينو په مشورتي جرګې دبريد لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
دملي امنيت منسوبينو شپږتنه وسله وال طالبان په جنګي وسايلو باريو موټر سره نيولي دي چې ويل کيږي غوښټل کابل ته په ننوتلو سره دمشورتي جرګې په برخه والو بريد وکړي.
دغه شپږ تنه يرغلګر طالبان دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ له دوه لارې څخه په داسې حال کې چې دکابل په لور روان و ونيول شول .
دملي امنيت يو خبرځاي باختر آژانس ته وويل : دغه شپږ لسيزه ډله وسله وال طالبان په يو تونس موټر کې چې په جنګي وسايلو بارتونس موټر کې سپاره و دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده تاييد کړه چې طالبآنو غوښتل کابل ته ددغو جګړه مارانو په ليږلو سره په مشورتي جرګې چې ويل کيږي تر راتلوونکو څو ورځو پورې په پايتخت کې جوړيږي بريد وکړي.
په همدې حال کې دميدان وردګو دوالي ويندوي عطاالله خوږياڼۍ هم ددغه شپږ کسيزه ډلې يرغلګرو طالبانو نيول تاييد کړل او ويې ويل ددغو کسانو په نيول کيدو سره په مشورتي لويې جرګې دبريد لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه .
کابل تر راتلوونکو څو ورځو پورې له امريکا سره دامنيتي تړون دلاسليک کولو دڅرنګوالي په باب دمشورتي لويې جرګې دجوړولو شاهد دى .
وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختو کې خبردارى ورکړى دى چې ددغې جرګې په برخه والو په بريد وکړي خو دافغانستان دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو او دملي امنيت لوى رياست مقاماتو ويلي دي چې ددغې جرګې دجوړولو امنيت يې په ښه ډول تامين کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته