خبرونهTOPروغتیا

‏د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د مغزو تومور عملیات په بریاليتوب ترسره شول

کابل، د مرغومي ۱۵مه، باختر
د شهید سردار محمد داود خان روغتون ډاکترانو او متخصصینو، د مغزو تومور عملیات په بریاليتوب ترسره کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: “د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ ډاکټرانو او متخصصینو د هڅو په پایله کې، د پر مختللو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره؛ د عصبي جراحي ټیم لخوا د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د مغزو تومور پيچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.”
ويل شوي چې د تومور په لرې کېدو سره، اوسمهال د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی. هېره دې نه وي چې د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصص ډاکټران شپه او ورځ د ملي اسلامي اردو د منسوبینو او هېوادوالو په خدمت کې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته