ټولنه

په کونړ کې یو پُل جوړېږي

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه ستر پله د جوړولو کار پیل شو.
دغه پُل د سیند دپاسه جوړېږي او له جوړېدو وروسته د ناړۍ ولسوالۍ لسګونه کلي سره او هم د کونړ له عمومي واټ سره نښلوي .
د کونړ یو سیمه ییز مسوول باختر آژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده دغه پُل په شپږو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه پله په جوړېدو سره د کلیو اوسېدونکي کولای شي په آسانۍ او لږ لګښت خپل کرنیز محصولات بازارونو او ناروغان د ښار روغتونونو ته ولېږدوي.
دغه پُل له اوسپنې او کانکرېټ څخه جوړېږي او بار وړونکي موټر هم کولای شي پرې تګ راتګ وکړي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته