امنیت

دوه سوه پنځه ديرش تنه بنديان ازادشول

کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دوه سوه پنځه ديرش  تنه بنديان دهرات له جيل څخه ازادشول.
دغه بنديان  دزمري دمياشتې  داته ويشتمې نيټې او دنيکمرغه  کوچني اختر له امله دهيواد د جمهوررييس  حامدکرزي دفرمان سره سم  له بند څخه ازاد شوي دي.
دهرات ولايت دجيل لوى مدير جنرال شاه مير اميرپور باخترا ژانس ته وويل: همدااوس څه دپاسه دوه زره پنځه سوه اتياتنه بنديان  دهرات په جيل کې  شپې سباکوي چې يوسلو دوه ويشت تنه يې ښځې دي.
دهرات جيل دامکاناتو له پلوه دپنځه سوه تنوظرفيت لري خو په اوس وخت کې دبنديانو شمير پنځه  برابره شوى دى .
جنرال شاه مير وويل  چې دجمهور رييس حامدکرزي دنوى فرمان له مخې دوه سوه  پنځه  ديرش تنه بنديان چې شپاړلس تنه يې ښځې دي له بند څخه ازاد شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته