ټولنه

څه دپاسه لسو زروکورنيودملي پيوستون دپروګرام له آسانتياووڅخه ګټه واخيسته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
په هرات ولايت کې څه د پاسه ١٠ زرو٧٠٠ کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخيسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ٥٧ مليونو ٩٧٠ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام د ٢٢ ټولګټو پروژو کار د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د ښوونځيو، استنادي ديوالونو، پلګوټو، د اوبو رسولو د شبکو، ټولنيزو مرکزونو، د ښاري بريښنا د شبکو جوړول او د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په هرات ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ترانسپورت، د اوبو رسولو، د بريښنا انرژۍ، د اوبو لګولو دکانال ، روزنې او د ژوندانه په برخوکې په دغه ولايت کې د٤زره٤٥٢ پرمختيايي پروژو کاربشپړکړى او د خلکو داستفادې وړګرځولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته