خبرونهنړۍ

روسیه کې ټاکنې؛ پوتین له خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې

نړۍ، د کب ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې سبا جمعه روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې پیلېږي، اوسني ولسمشر ویلادیمیر پوتین په یو تازه ویډیویي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې ټاکنو کې برخه واخلي او د رایې اچونې په اړه خپل مسولیت ادا کړي.

پوتین پر خلکو غږ کړی، چې دغې ملي پروسه کې متحد پاتې شي.

نوموړي دا ځل د یو خپلواک نوماند په توګه ټاکنو ته ولاړ دی او په اړه یې ورستۍ سروې ښودلې، چې ممکن بیا ځلې د هېواد ولسمشر وټاکل شي.

د روسیې فدراسیون د ټاکنو کمیسیون وایي، چې دغه ټاکنې به د درې ورځو لپاره( مارچ ۱۵ مه، ۱۶ مه او ۱۷ مه) دوام وکړي او میلیونونه روسان به په کې برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته