ټولنه

په بغلان کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په سلوکې شل کمښت موندلى دى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
په بغلان ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي کچه ټيټه شوې ده.
دبغلان ولايت د ښځو د چارو رييسې خديجې يقين د باختر آژانس خبريال ته وويل: د روان کال د څلورمياشتو په بهيرکې په ټوليزه توګه د ځان وژنې، له کورڅخه د تيښتې، بيلتون، وهلو ډبولو، تښتوونې، د کوژدې فسخ کول او د ميراث د دعوا په ګډون د ښځو پرخلاف ٧٥ پيښې ثبتې شوې دي.
دې زياته کړه: د دغو پيښو له جملې څخه د وژنې ٣ پيښې، له کورڅخه د تيښتې او تښتونې ١٣ پيښې، د ځان وژنې يوه پيښه او نور يې حقوقي مسئلې وې چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا او د ښځو د چارو د رياست په همکارۍ څيړلې شوې دي.
دې وويل: په روان کال کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي کچه د تېرکال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله چې ٩٥ پيښې په دغه رياست کې ثبتې شوې وې؛ زيات کمښت ښيي.
ميرمن يقين وويل: د ښځو پرخلاف زياتې پيښې د واده په مقصد له کورڅخه د نجونو تښتې تشکيلوي.
دې له کور څخه د نجونو د تيښتې د عواملو په باب زياته کړه: ناوړه دودونه، د واده زيات لګښت، د پوهې د کچې ټيتوالي، د بيوزلي او وزګارتيا شتون، په ټلويزيونونوکې د مبتذلو سريالونو خپرول هغه عوامل دي چې د ځوانانو او په تېره بيا د نجونو د انحراف سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته