امنیت

دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت دځواکونو دتعليمې مرکز دپراختيا پروژه پرانستل شوه

کابل باختردزمري دمياشتي ٣ :

دهيواد دکورنيو چارو وزير وايې چې دغه وزارت په دې بريالي شوي دي  په يو کال کې دعامه محافظت ځواکونه دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې  جوړ اوپراخ کړي.

دباختراژانس دخبرله مخې ستر پاسوال بسم الله محمدي چې دعامه محافظت دځواکونو دروزنيز مرکز دپراختيا پروژي دکار دپيل په مراسمو کې خبري کولي وويل چې دعامه محافظت ځواکونه په يو کال کې زيات ځواکمن شوي دي او دهيواد اقتصادي بسنټونو په ساتنه کې يي مهم رول لوبولي  دي.

جنرال محمدي دافغانستان دامنيتي ځواکونو له خوا دهيواد دټولو برخو دامنيت دتامينولو دمسووليت دمنلو  په باب د جمهوررييس نظر ته په اشاري سره څرگنده کړه چې دعامه  محافظت دځواکونو پياوړتيا  دافغانستان د جمهوررييس  ددغي غوښتنې په عملي کولو او دهيواد دامنيتي حالت په ښه والۍ کې ډير مهم او رغنده دي.

په همدي  حال کې دکورنيو چارو وزارت  دعامه محافظت معين لوى پاسوال غلام مجتبي  پتنګ  دعامه محافظت ځواکونو ته دروزنيز مرکز لپاره دلازمو اسانتياو برابرول ددغو ځواکونو دپياوړتيا په لار ه کې  مهم ګام وباله  اوټينګار يي وکړ چې دعامه محافظت دځواکونو دروزنيز حالت ښه والۍ دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه هييت دکارونو دلومړيتوبونو په سرکي دي  اوددغو ځواکونو دمسلکي مهارتونو په لوړولو کې اودټولګټو تاسيساتو دامنيتي حالت په ښه والۍ کې مهم رول ولري.

دغه راز په افغانستان کې دناټو دځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن دعامه محافظت له ځواکونو سره دملاتړ اعلامولو  په ترڅ کې  وويل چې يو کال مخکې  دعامه محافظت ځواکونه يوازي ديوې مفکوري په حدکې طرحه وه خو نن دغه ځواکونه په يو قوت بدل شوي دي اودخپل هيواد دامنيت په تامينولو کې مهم رول لوبوي .

جنرال  جان الن دافغانستان دامنيتي ځواکونو له خوادهيواد ټولو سيمو دامنيت دتامينولو دمسوليت دمنلو  په باب دافغانستان د جمهوررييس نظر ته په اشاري سره څرگنده کړه چې دعامه محافظت  دځواکونو پياوړتيا دافغانستان دجمهوررييس ددغي غوښتنې په عملي کيدوکې ډير مهم اورغنده دي.

ديادونې  وړ  ده چې ددغي پروژي دکار په پاى ته ر سيدو سره دعامه محافظت  دځواکونو تعليمي مرکز  ددرسي خونو دزياتوالي  دمحصلانو دليليي دظرفيت لوړوالي  اودخدماتي برخي دپراختيا په ګډون  بيلابيلو برخوکې  دروزنيزو اداري اوخدماتي  له لازمو  اسانتياو څخه  ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته