کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پرون په زرنج ښار کې له سياحتي شرکتونو څخه ارزونه وکړه.
د زرنج د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي حبيب الله الهام د باختراژانس خبرييال ته وويل چې د دې ارزونې موخه د فعاليت جواز د لرلو او نه لرلو له پلوه د سياحتي شرکتونو تشخيصول دي.
نوموړي زياته کړه هغه شرکتونه چې رسمي جواز نه لري بايد جواز ترلاسه کړي او دغ راز له هغو شرکتونو چې د جواز موده يې پاى ته رسېدلې وغوښتل شول چې جوازونه نوي کړي.
\ ذ