برلين باختر دوږي اوولسمه :
المان ته دزرګونو تنو پناه غوښتوونکو په ورتګ سره چې زياتره يې مسلمانان دي ددغه هيواد جوماتونو خپلې دروازې دپناه غوښتوونکو پرمخ پرانستلې .
دالمان دمسلمانانو دمرکزي شورا رييس ايمان مازيک پرون وويل چې ددغه هيواد جوماتونو په وروستيو ورځو کې سل ګونو زرو تنو پناه غوښتوونکو ته ځاى ورکړى دى .
ده زياته کړه په يومورد کې دالمان يوه جومات دوه سوه تنو پناه غوښتوونکو ته ځاى ورکړ ځکه له دې پرته دغه کسان بايد په پارک کې ويده شوي واى .
ده تينګار وکړ چې دالمان ټول جوماتونه په وياړ سره پناه غوښتوونکو ته هرکلي وايي او مرسته ورسره کوي .
مازيک زياته کړه چې دپناه غوښتوونکو موضوع دغه راز په المان کې دجمعې دلمانځه دخطبو يومضمون دى .
ده وويل د اته سوه زرو اټکل شويو کډوالو زياته برخه چې ټاکل کيږي په روان کال کې المان ته ورسيږي مسلمان عربان اوزياتره يې ماهر کسان دي .
مازيک څرګنده کړه چې مسلمان روحانيو ن دپناه غوښتوونکو دساتنې په څو مرکزونو کې دجمعې لمنځونه اداکوي او قران عظيم الشان او دلمانځه داداکولو شرايط دهغوى په واک کې ورکوي .
0 1 دقیقه لوستل