کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر
د غور سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د ۸۰ کیلو متره سړک د رغولو د چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د مرغاب ولسوال مولوي امان الله پيکار باختر آژآنس ته ویلي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې پيل او ډېر ژر به بشپړې شي.
هغه زیاته کړه چې د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
9 د یوې دقیقې څخه لږ