خبرونهسیاستفرهنګTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

خبریالي؛ اسلامي امارت د خبریالۍ سوژې بدلې کړې

کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر 

تبصره:

د هرې رسنۍ کار کوونکي په ځانګړي ډول د خبر خونې کارکوونکي هر سهار د خپلو کارونو د تنظیم لپاره د خپل مدیر په مشرۍ ناسته کوي او تر ډېره په کې خبریالانو ته هغه موضوع ورپه ګوته کېږي چې باید پرې کار وکړي. 

ما هم د یو خبریال په توګه دغه ډول ناستو کې ګدون کړی او پر بېلابېلو موضوعاتو مې خبري، څېړنیز او نور راپورونه جوړ کړي دي.

د اسلامي امارت تر واکمنېدو وړاندې زما په ګډون د اکثریتو خبریالانو خبري سوژې د جګړې په اړه وې، چې دلته یې یو څو درسره شریکوم.

  • د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شويو ملکي افغانانو شمېر ۹۰۰ تنو ته رسېدلی
  • هلمندۍ مور د ملي امنیت له زندان څخه د خپل بېګناه زوی د راخوشې کېدو غوښتنه کوي
  • لوګر کې خلک د محلي پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي
  • د بلخ اوسېدونکي وایي، زرګونه هکتاره ځمکه یې د زور واکو له لوري غصب شوې
  • له پاکستان څخه پر افغان خاوره توغندیزو بریدونو بیا زور اخیستی

دې او دېته ورته موضوعاتو باندې خبریالانو کار کاوه او هره ورځ یې همدا دنده وه، خو وروسته تر هغې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی نو اېله د میلیونونو افغانانو په ګډون خبریالان هم د دغه ډول خبرونو له اورېدو او خپرولو څخه خلاص شول، نور نو خبریالان اړتیا نه لري د بهرنیو ځواکونو د ظلمونو، شکنجو او وژنو او دغه راز د زورواکانو د غصب، چور او فساد په اړه خبرونه خپاره کړي.

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې چې د هرې رسنۍ خبري ټولګې ګورې نو ټول کورني خبرونه یې د ابادۍ، اتلولۍ او په بېلابېلو برخو کې د بریاوو په اړه دي، چې د یو څو مهمو هغو سرټکي یې دلته له تاسو سره شریکوم.

  • سرپل؛ د قشقرې نفتي بلاک کې د نفتو د  ۸ نورو څاګانو پرانيسته وشوه
  • هېواد کې د نشه یي توکو کر صفر شوی
  • د سالنګ تونل د بیا روغونې چارې نوي سلنه بشپړې شوي
  • د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې په چټکتیا سره روانې دي
  • د تخنیکي تعلیماتو انسټیټیوټ زده کړیالانو د قرن عصري موټر جوړ کړی
  • د تخنیکي تعلیماتو انسټیټیوټ یو زده کړیال د هېواد لومړنۍ ډرون الوتکه جوړه کړې
  • کریکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې څلورو سیالانو ته سختې ماتې ورکړې

نو د هېواد او نړۍ په رسنیو کې چې کله د افغانستان د ابادۍ خبرونه خپرېږي، ښکاره خبره ده چې اسلامي امارت د وطن ابادۍ ته کار ویلی او د دغه نظام ټول کارکوونکي مشران او کشران هڅه کوي، چې افغانستان په نړۍ کې له سیالانو سره سیال شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته