کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٧ :
د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښارکې د اوبو لګولو دڅه ناڅه شپږو پروژو څخه په ګټې اخيستنې سره د څښاک د اوبو د کمښت له پلوه ددغه ښار داوسيدونکو نيمايي ستونزې لرې شوې.
دغه پروژې د ښاري پرمختيا وزارت له خوا د پنځو مليونو ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.
د ښاري پرمختيا وزير سيدسعادت منصور نادري د دغو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې وويل : چې اوس دپلخمري ښارڅه ناڅه نيمايي برخه دڅښاک په روغتيايي اوبو لاسرسى موندلى دى.
ده وويل چې د څښاک د اوبو دکمښت له پلوه د پلخمري دخلکو دستونزو د بشپړ لرې کولو لپاره هلې ځلې کوي.
دښار جوړولو وزير دپ لخمري خلکو ته په پنځه ويشت کلن قسط سره داستوګنې دښارګوټي د جوړولو په ګډون د څو ښاري طرحو د پيل خبرورکړ هغه پروژې چې ويل کيږي کاربه يې ډير ژر پيل شي .
0 1 دقیقه لوستل