امنیت

دپکتيا په مرکزي روغتون کې د ډاکترانو کاري اعتصاب .

کابل باختر دلړم اتلسمه :
دپکتيا ولايت دمرکزي روغتون  ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو  دخپلو مياشتنيو حقوقو  دنه ترلاسه کولو پرخلاف غبرګون کې  په کاري اعتصاب لاس پورې کړ .
  دوى دولت ته خبر دارى ورکړ  که چيرې ډير ژر حقوق ترلاسه نه کړي  خپل اعتصاب ته دوام ورکړي .
  دغه اعتصاب پرون پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
داعتصاب  يوه برخه وال ډاکتر  باختراژانس ته وويل  پنځه مياشتې  کيږي چې خپل حقوق يې  نه دي ترلاسه کړي .
ده وويل  چې ددولت له خوا  ددوى دغوښتنې دنه څيړل کيدو په صورت کې به  خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي .
په همدې حال کې  دپکتيا ولايت  دعامې روغتيا رياست  او دولايتي شورا  چارواکي وايي  چې دغه ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي به  په ډير لنډ ممکن وخت کې  خپل حقوق ترلاسه کړي.
داپه داسې حال کې ده چې دپکتيا ولايت دمرکزي روغتون  د ډاکترانواو روغتيايي کارکوونکو  په اعتصاب سره  دغه روغتون ته  جدي ستونزه پيدا شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته