امنیت

په کونړ کې دطالبانو دجنګي وسايلو يوه زېرمه کشفه شوه

_کابل /دلړم ٣مه /باختر :
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې دطالبانو دجنګي وسايلو يوه زيرمه  کشف شوه .
دهېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي  قوماندن باختر  اژانس ته وويل چې له دغه ډيپو څخه دطالبانو دبمونو اوماينونو په ګډون يوه اندازه  سپک اودرانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته