امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله يو ځوان شهيد شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې نن سهارپه واټ کې دماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغ وخت رامنځته شوه .
چې درې تنه ځوانان په بايسکل سپاره و او له واټ څخه دتيريدو په حال کې و په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وختل او دچاودنې له امله يې يو ځوان شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دپيښې ټپيان دقندهار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون مسوولينو د دوى روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته