امنیت

د قندهار ښار د چاودنې له امله د سر د زیانونو شمیر شلوتنوته ورسید.

کابل باختردغبرګولی ۲
د قندهار ښار د چاودنې له امله د سر د زیانونو شمیر شلوتنوته ورسید.
د غه چاودیدونکې  توکې  پرون له غرمې مخکې د قندهار ښار د څوارلسمې حوزې د حضرت جی بابای په چوک کې د فابریکې په سرای کې په یوه تونس ډوله موټر کې ځای پرځای شوی و په داسې حال کې چې پوځیانوددغه توکي په شنډولو بوخت وو وچاوديدل.
د قندهارد والی ویاند داوود احمدی نن باختر اژانس ته وویل چې ددغې چاودنې دسر د زیانونو شمیر شلوتنوته ورسيد چې شپږتنه یی پوځیان دي .
ده وویل چې په دې چاودنه کې ۳۷ تنه نور ټپیان شول او تردرملنې لاندې دي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې د ټپیانو په منځ کې ۸ تنه پوځیان او پنځه تنه ماشومان هم شامل دي ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته