سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى : تراوسه پورې دامنيتي تړون په باب دغيررسمي خبرو دوه پړاونه ترسره شوي دي

کابل   باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى وايي ، دکابل واشنګټن ترمنځ دامنيتي تړون دلاس ليک کولو په باب غير رسمي خبرې تيره اوونۍ پيل شوي دي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   ده چې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل  تراوسه پورې دغير رسمي خبرو دوه پړوانه ترسره شوي دي او دريم پړاويې نن مازيګر دافغانستان او امريکا دهيتونو ترمنځ په  کابل کې تر سره کيږي.
ده  دغه راز زياته کړه ، چې د بهرنيو چارود وزارت سياسي معين پرون دافغانستان  او پاکستان لپاره دامريکادځانګړي استازي له مرستيال سره په کتنه کې دبيلابيلو  مسلو په باب دخبرو ترڅنګ په دې باب هم خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوي دخبر جزييات وړاندې نه کړل وى ويل تراسوه پورې زيات معلومات د دوى په واک کې نه دې ورکړ شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته