سیاست

د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مسافرت قانون د ځينو موادو د تعديل اوزیاتوالي په اړه تقنيني فرمان تصويب او د هېواد په روانو مسايلوبحثونه ترسره شول.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٨ نيټه :
د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مسافرت قانون د ځينو موادو د تعديل اوزیاتوالي په اړه تقنيني فرمان تصويب او د هېواد په روانو مسايلوبحثونه ترسره شول.
مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوريت کې د بهرنيو اتباعو د مسافرت او استوګنې قانون د ځينو موادو د تعديل او زیاتوالي په اړه ١٤٧ ګڼه تقنيني فرمان چې دمشرانوجرګې کمېسيونونو کې تر څیړنې لاندې نيول شوی وو د نړيوالو چارو دکمېسيون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د رايو په اتفاق تصويب شو.
خو د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو يو ځل بيا د سوريې په جګړه کې د ايران د فاطميونولښکر په ترکيب کې د يو شمېر افغانانو د ګډون په اړه د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو او بهرني سياست سره په ټکر کې وګڼلې او زياته يې کړه چې د هېواد د يوه برحاله چارواکي دغه ډول څرګندونې د افغانستان ملي اراده نه تمثيلوي او په هيڅ صورت د هېواد په ګټه نه دي او دا ډول څرګندونې ملي خيانت شمېرل کيږي؛چې بايد تر پوښتنې لاندي ونيول شي او هم دې په راتلونکې کې دغیرمسؤلانه څرګندونومخنيوى وشي. همدا راز يو ځل بيا د مجلس يو شمېر غړو د ډيورنډ فرضي کرښه          د افغان ولس له پاره حياتي او ملي مسله وبلله، ټينګار يې وکړ چې حکومت بايد په دې اړه خپل اقدامات ترسره کړي او اجازه دي نه ورکوي چې پاکستان د ډيورنډ فرضي ليکې په اوږدو کې د اغزن تار غځولو او د راکټونو توغولو ته دوام ورکړي،یادوسناتورانو غوښتنه وکړه چې حکومت باید پدې اړه خپل رسمي شکايت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې او تعقيب کړي.
همدا راز يو شمېر سناتورانو د هېواد د امنيتي ځواکونو د پرله پسې سرښندنو او په ځانګړې توګه د خيرخانې دلب جر سيمه کي د تروریستې بريد له پېښې يادونه وکړه، ويې ويل چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې د پوليسو افسر سيد بسام پاچا ؛ځانمرګي بريدګرپه غيږ کي ونیو اودخپلې ځوانی په نذرانه کولو سره یې  دخپلو ډیرو هیواد والو ژوند وژغوره چې بايد د یاد اتل شهید د نوم د ساتلو او سرښندنو په ویاړباید يو ځای دده به نوم ونومول شي .
همدارازپه غونډه کې يادونه وشوه چې دوه ورځې وړاندې د پکتيکا ولايت ښرنې ښار کې د ريزرف قطعې قوماندان او د دي ولايت د لومړې حوزې آمر تر منځ وسله واله نښته شوې چې په پايله کې يې يو شمېر کسانوته مرګ ژوبله اړولې او د کورنيو چارو وزارت د دي نښتي دمسوولینودندې ځنډولي چې دغه کار بسنه نه کوي، بايد ياد اشخاص او په پېښه کې ټول ښکېل کسان د پراخو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي او د پوځي قانون سره سم دې محاکمه شي.
په همدي توګه ځینوغړو وويل، ټاکل شوې يو شمېر سياسي څېرې په کندهار ولايت کې یوه ناسته جوړه کړي، هيله کيږي چې په دي ناسته کې ملي مسايل تر بحث لاندې ونيول شي او هم دې  غوښتنې له قانوني لاروحکومت سره شريکې شي اواجازه دې ور نه کړل شي چې له يادې ناستې څخه يو شمېر ګاونډي هېوادونه ناوړه ګټه پورته او د نظام د کمزورتيا سبب شي.
همدا راز په غونډه کې وويل شول چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان منلي چې د کندز ولايت کې د نوموړي تر امر لاندي د غير دقيقو بمباريو له امله ملکي کسان شهیدان او زيانمن شوي؛ او ټینګاروشو چې یوازي معذرت غوښتل بسنه نه کوي؛ د نړيوالو کنوانسيونونو سره سم بایدزيانمنو کورنيو ته جنګي غرامت ورکړشي .
د دويزې لويې جرګې څخه د ملاتړ په نوم د ځينو محافلو جوړېدو ته نه اړتيا او دیادې جرګې ردول ، خيرخانې کې د سړکونو د کار د دپڅ والي اوپه دي سیمه کي د ترافیکوزیاته ګڼه ګوڼه، د وړتیا، لياقت، تخصص او شايستګۍ په پام کې نيولو سره د ولسي جرګې له خوا وزيرانو ته د باور رايې د ورکړې په اړه هيله مندي ، هېواد او په ځانګړې توګه کابل ښار کې د سون لومړنيو توکو د بيو لوړوالي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو په راټولولو او درملنه ټينګار، کورنيو بيځايه شويو ته لازمه رسيدګي، د باميانو ولايت د والي له خوا قومي مسايلو ته لمن وهل او د نوموړپه سليقوي چلند نيوکې او ياد ولايت ته د مجلس له خوا د پلاوى په لېږد ټينګار، د کندهارپه راتلونکي ناسته کې د زابل خلکو د نه ګډون څخه يادونه، ولسمشر سره د څرخي پله محبس د زندانيانو په اړه د مشرانو جرګې د استول شوي پلاوى د ناستې د زمينې د برابرېدو وړانديز، د پکتيکا ولايت رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو نشتوالي، د طالبانو له خوا د بلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ د اوسېدونکو ربړول، د شخصي ګټو له پاره د ستونزو زيږولو په اړه دپخواني ولسمشر حامد کرزي په هڅوباندې نيوکې او ځينې نور مسايل مطرح شول.
د آزادو بحثونو په پای کې د مجلس ریيس په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت، ملي شورا او د افغانستان ملت د ډيورنډ فرضي او تحميلي کرښه په رسميت نه پيژني چې پدې اړه د هېواد د دولسمشر هميشنی دريځ هم معلوم دی او د ملي امنيت شورا هم د يوې بيانيې په ترڅ کې محکوم کړې ده، سره له دې هم د حکومته غوښتل کيږي تر څو دغه موضوع په نړيواله او د سيمې او د ملګرو ملتونو د مراجعو له لارې وڅېړل شي.
فضل هادي مسلم يار د اجرائيه رياست د دويم مرستيال خبرې د شرم وړ او د بې ننګی ډکې وبللې او په دي برخه کې د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له دريځ څخه دمننې  ترڅنګ،یې زياته کړه چې د افغانستان ملت به هيڅ وخت نوموړی ونه بښي ځکه نن زموږ هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې قربانۍ ورکوي او آن د هېواد سپیڅلي ځايونه په امن کې نه دي او د ترهګرو تر وحشيانه بريدونو لاندي نيول کيږي اوکله هم ځینو ګاونډویو هیوادونو پدې اړه نه خواخوږي او نه هم مرسته کړې.
د مجلس ریيس زياته کړه، محمد محقق بايد د افغان ملت څخه بښنه وغواړي  او حکومت دې  هم په دې برخه کې بې تفاوته نه پاتې کيږي بلکې نوموړی دې د خپلو غير مسئولانه څرګندونو په تړاو تر پوښتنو لاندي ونیسي.
د مشرانو جرګې ریيس پکتيکا ولايت کې د پوليسو ځواکونو تر منځ راپیښ شوی جنګ د خواشينۍ وړ وګاڼه او د اړوندو ادارو يې  غوښتنه وکړه چې يواځې د دندو څخه د تورنو تعليق او لیرې کول، بسنه نه کوي بايد ژر تر ژره د پيښې عاملين محاکمه شي.
فضل هادي مسلميار د غونډو او ناستو جوړول د هر هېوادوال مدني حق وباله خو ويې ويل چې د هېواد په حساسو شرايطو کې دې داسي غونډې او ناستې ترسره نه شي چې د خلکو تر منځ د ستونزو او جلا والي د رامنځته کېدو سبب وګرځي بلکې د خبرو له لارې دې مشروع او قانوني غوښتنې مطرح شي، او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته مناسبه نه ده چې هم د نظام دننه  پیژندل شوې څیرې دي او هم د حکومت پر وړاندې ستونزمنو مخالفتونو ته لاس واچوي اوزیاته یې کړه ددې ترڅنګ چې حکومت کې دشته ستونزو دحل غوښتونکي یو دخپل حاکم نظام ملاتړ اوپلوي کوو.
نوموړي د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو څخه افغانستان کې د ناټو د لوی قوماندان بښنه غوښتل د  دوی د خپلو کړنو پايله وګڼله او له حکومته يې وغوښتل تر څو دايتلاف ځواکونو سره په همغږۍ د قربانيانو د کورنيو د غړو قناعت حاصل کړي.
د غونډې رئيس د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو ټولو کورنيو ته د ډاډګېرنې د څرګندونو تر څنګ د شهيد سيد بسام پاچاڅخه د يو اتل او ميړني قوماندان په توګه يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه مجلس به د ياد شهيد کورنۍ سره په همغږۍ د نوموړي په نوم د يو ځاي د نومولو له پاره اقدام وکړي.
په پاي کې یې څرګنده کړه چې د څو و رځو راهيسې د ننګرهار ولايت غرنيو سيمو کې د داعش او طالب وحشي او اجيرو ډلو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي، اړتيا شته چې حکومت ژر تر ژره بيځايه شويو سره سملاسي او کافي مرستې وکړي او همدې حال کې دواړه دښمنې ډلې د ځمکې او هوا له لارې موخه وګرځوي تر څو لمنځه ولاړې شي.
همدا راز په غونډه کې سناتور عبدالباقي بريال د معلولينو د نړيوالې ورځې په اړه رپوټ وړاندې کړ، ويې ويل چې د دې ورځې دلمانځلوموخه چې د ډسمبر د دريمې نیټې سره سمون خوری  د بېلا بېلو معلوليتونو په اړه د عامه پوهاوي ورکول دي،نوموړي د معلوليت د ملي استراتيژۍ طرحې او پاليسۍ جوړېدل، د معلوليت د عالي شورا درامنځ ته کیدو، ملي پريکړو، جرګو او د سولې ولايتي شوراګانو کې معلولينو ته د ونډې ورکولو، د کابينې د پريکړې په اساس د معلولينو د ملي ادارې خپلواکي او د منظورۍ په موخه ملي شورا ته د ياد تشکيل لېږد او د بودجوي خپلواک واحد په توګه نوي مالي کال کې د کار پيل، عدليې وزارت کې د معلولينو بنسټونو د څیړنې او ملي فدراسيون جوړېدل او د حکومت له خوا په هېواد کې د معلولينو د دقيقې احصايې د اړتيا په ګډون يولړ وړانديزونه مطرح کړل او په يادو برخو کې د مسئولينو د هر اړخيزو همکاريو او پاملرنو غوښتونکی شو.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته