امنیت

دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دڅارنوالانو دامنيت دنيولو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې .

کابل باختر دمرغومي دولسمه :
دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دڅارنوالانو دامنيت دنيولو دتدبيرونو دپروګرام طرحه نن دلوى څارنوالۍ  دعالي ادارې دسرپرست  څارنپوه  نور حبيب جلال په مشرۍ وڅيړل  شوه .
دلوى څارنوالۍ  داطلاعاتواو عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې ددغه پروګرام لپاره  يوه کميټه وټاکل شوه چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دڅارنوالانو دامنيتي پروګرام دطرحې  په باب زيات غور او څيړنې وکړي او دتاييدولو لپاره يې امنيت شورا ته وسپاري .
دغه راز دلوى څارنوالۍ د ١٣٩٥ کال تشکيل هغې نورې موضوعګانې  وې چې په دې غونډه  کې وڅيړل شوې .
  ددغه تشکيل له مخې دقاضيانو دصلاحيت دتنازع رياست دلوى څارنوالۍ  دادارې له چوکاټ څخه حذف شوى دى .
عالي شورا په دې غونډه کې ددغه رياست دندې نورو رياستونو ته وسپارلې .
  دصلاحيت دتنازع موضوع دلوى څارنوالۍ  دسلاکارانو بورد ته وسپارل شوه .
دقاضيانو ددوسيو دڅيړنې مسئله دسترې محکمې دعامه امنيت رياست ته وسپارل شوه .
دعادي جرمونو تحقيق به دتحقيق  رياست ترسره کړي او دقاضيانو اداري فساد او تحقيق يې دلوى څارنوالۍ له اداري  فساد سره دمبارزې دڅارنوالۍ رياست ته وسپارل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته