امنیت

په پکتيکا کې دتروريستي بريدونو ديو مرستندوى نيول کيدل .

 

کابل باختر د وري  دويمه :

هغه سړي چې ويل کيږي دپکتيا ولايت په ځينو برخو کې يې دحقاني شبکې او دوسله والو طالبانو ډلې ته يې دجنګي وسايلو اودمالي امکاناتو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود ونيول شو .

 دغه سړي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار دګرديز ښار په مربوطاتوکې ونيول شو .

 باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې په دغه سړي کله چې په ګرديز ښار کې دحقاني شبکې او دوسله  والو طالبانو دتروريستي بريدونو لپاره دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو په برابرولو بوخت و دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شو .

 ويل کيږي چې دتروريستي بريدونو دغه مرستندوى د پاکستان په خاوره کې له ځينو کړيو سره اړيکې لرلې او له  دغه ځاى څخه يې دپکتيا ولايت په ځينو برخو کې دحقاني دشبکې جګړه مارانو او طالبانو ته پيسې او جنګي  وسايل برابرول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته