امنیت

ديارلس تنه ديوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د دريو تنو قومي مشرانو په ګډون ديارلس تنه په ننګرهار ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول دغه بريد نن په جلال آباد ښارکې ديوه قومي مشر حاجي ملک عثمان شينواري په کور کې وشو.
يوه ځانمرګې يرغلګر ځان دقومي مشرانو ديوې غونډې دبرخه والو ترمنځ وچاوه .
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې د دريو قومي مشرانو په ګډون ديارلس تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
حاجي ملک عثمان شينوارى او د ده يوه زوى سره چې نوى د طالبانو له بند څخه آزاد شوى و هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
ددغه قومي مشر په کور کې قومي غونډه روانه وه او يو شمير نور هم دحاجي شينواري د زوى دخلاصون دمبارکې دويلو په خاطر راټول شوي وو.
ويل کيږي يرغلګر له ميلمنو سره کورته ننوتى و.
تراوسه پورې ددغه بريد مسئوليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته