امنیت

پنځه ويشت تنه ډاراچوونکي په فارياب کې ووژل شول

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٣  نيټه  :
پنځه ويشت  تنه ډاراچوونکي  پرون  دفارياب ولايت په  قيصار  اوپښتون ولسواليو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول  جګړن نصرت الله جمشيدي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې دغه ډاراچوونکي  دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ د بورغن ،طويمست  او ارکليک په کليو او د پښتون کوټ ولسوالۍ په موقاني کلي کې دهوايي اوتوپچي ګوزارونوله امله ووژل شول.
ده زياته کړه په دغو عميلياتو کې اته ديرش تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شول. اود دښمن څلورواسطه نقليې هم  ويجاړې شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
يو وسله وال  طالب له يوې تومانچې سره  د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په
لاريب کلي کې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته