خبرونهټولنه

کندز کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

کابل، د غوایي ۲۹مه، باختر

د کندز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د حاجي رسول خان په کلي کې د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د ۲۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت په سولري سیسټم سمبال د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو ذېرمې جوړول، ۱۴۱ نل لیکو نښلول، ۱۶ تختې سولر لګول، ۱۲۰ مترو په اوږدوالي د ژورې څاه کیندل او د ۱۲ زره ۵۰ مترو په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي.

هېره دې نه وي چې د یادې شبکې پرمټ د سیمې ۲۳۳ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته