امنیت

يوه ښځينه افغان پوليسه په کويټه کې ووژل شوه

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دپولسو يوه ښځينه افسره چې په هلمند ولايت کې يې دنده لرله؛ د وسله والو طالبانو له خوا دکويټې په ښارکې ووژل شوه .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالاحد جوپان باخترآژانس ته وويل چې دغې افسرې له اتوکلونوراپديخوادلښکرګاه ښار په جيل کې د ساتمنې په توګه دنده ترسره کوله اوله خپلو خپلوانو سره دکتنې په خاطر دکويټې ښار ته تللې وه .
ده وويل: وسله والو طالبانو دغه ښځينه افسره د شپې له خوا له کورڅخه يې استلې او وروسته يې دچړې په ګوزارونو سره وژلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته