امنیت

درې تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
درې تنه وسله وال طالبان پرون په نيمروز ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې نښته کې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان او د افغان ځواکونو له خواونيول شول.
د نيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مديرحاجي ابراهيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغې جګړې له امله چې د نيمروز ولايت د خاش ولسوالۍ په پسته حسن کلي کې ونښته؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې درې تنه پوليسان هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته