امنیت

٩٠ تنه تروريستان ووژل شول .

–  کابل باختر د سلواغې لومړى :
دهېواد په بيلابيلو   سيمو کې دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دعملياتوپه بهير کې  ٩٠ تنه تروريستان ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دپنځلسو تنو داعشيانو په ګډون  ٩٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  څلور څلويښت تنه ټپيان او څلور تنه نور نيول شوي دي
دغه عمليات دتوپچي او هوايي  قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، لوګر ، خوست ، روزګان .زابل ، فراه ، کندز ، بغلان ، فارياب  ، نيمروز ، قندهار او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي .   ختم _ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته