کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د منابعو د هر اړخيز مديريت ، د سيلاونو د راوتلو د مخنيوي ، دکرنېزو او د څښاک د اوبو د تامينولو لپاره د بلخ ولايت دګليتو او سموچک په کليو کې داستنادي ديوالونو د جوړولو کار بشپړ کړى.
باخترآژانس د هغې خبرپاڼې له مخې چې د دغه وزارت له خوا خپره شوې خبر راکړ؛ دګليتو استنادي ديوال د دوه دېرشو مترو په اوږدوالي د شولګري او د سموچک استنادي ديوال د پنځه ديرشو مترو په اوږدوالي د بلخ ولايت دچارکنت په ولسواليو کې جوړ شوي دي.
دانرژۍ او اوبو وزارت مسوولان وايي د دغو استنادي ديوالونو دجوړولو موخه په کرنېزو ځمکو او د استوګنې په سيمو کې دسيلاونو د راوتلو مخنيوى دى. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل