امنیت

ملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابل – باختر دسلواغى درې ويشتمه :
څلور تنه وسله وال مخالفين دقندهار ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
څلور تنه وسله وال مخالفين چې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دترورستي فعاليتونو نيت درلود،دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې له يوې اندازې سپکو وسلو سره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې دهلمند ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو په عملياتو کې دوه ميله سپکې وسلې ،درې ماينونه او يوه اندازه پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته