امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دکندز ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
دفاعي او امنيتي ځواکونو دکندز ولايت  په مرکز بزقندهاري او حضرت سلطان په سيمو کې دطالبانو په سنګرونو هوايي بريد ترسره کړل چې له امله يې  پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي ، دولس تنه ټپيان او ددښمن يوه داشکه او يو اس پي جي -٩  ويجاړ شوي دي .
دغه راز په ميمنې  ښار کې يو ريموټ کنترول  ماين او دوسايطو ضد  يو ماين د ٢٠٩ شاهين قول اردو دځواکونوله خوا دفارياب  ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته