سیاست

جمهور رئيس کرزي له پښتونخوا څخه له راغلو ليکوالانو، شاعرانو او د مدني ټولنې له غړو سره وکتل

کابل_باختر د تلې دمياشتې ٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن غرمه له پښتونخوا څخه له راغلوليکوالانو، شاعرانو او د مدني ټولنې له غړو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغو ليکوالانو، شاعرانو او د مدني ټولنې ځينو غړو چې مېرمنې هم پکې شاملې دي، د افغان کلتوري ورځې د نمانځلو په مناسبت افغانستان ته سفر کړی دی.
دغه ورځ به سر له همدې کاله، هر کال د تلې په لومړۍ نېټه نمانځل کيږي.
جمهور رئيس حامد کرزي له پښتونخوا څخه راغلو ليکوالانو، شاعرانو او د مدني ټولنې غړو ته ښه راغلاست ووایه او دوی ته يې په خپلو کاري چاروکې د بریا هيله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته