سیاست

عربستان په افغانستان کې وروستي خونړى بريدونه وغندل

رياض – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د عربستان کابينې يوځل بيا په افغانستان کې وروستي خونړى بريدونه وغندل.
د عربستان کابينې په خپله پرونۍ غونډه کې چې د باچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ جوړه شوه؛ د افغانستان په دريو ښارونوکې بريدونه سخت وغندل .
د عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر عادل بن الريفي ويلي دي چې د هېواد کابينه يې ټينګار وکړ چې دغه شان تروريستي بريدونه بې رحمانه او د هر راز اسلامي ارزښتنو پرخلاف دي.
د عربستان جګپوړو مقاماتو دغه راز په افغانستان او عربي متحده اماراتوکې د حکومتونو د دغو بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره چې د کابل، قندهار او د هلمند په ولايتونوکې ترسره شول؛ خواخوږي څرګنده کړه.
په دغوبريدونوکې د افغانستان په لسګونو تنه خلک او د عربي متحده اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته