ټولنه

دمعلولينو ورځ ونمانځل شوه.

مزارشريف- باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دمعلولينو نړيواله ورځ  نن  په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه .
دبلخ ولايت سيمه ييز مسولين وايي په دغه ولايت کې دمعلولينو وضعيت ته ډيره پاملرنه  شوي  ده او اوس دښځو او ماشومانو په ګډون په  بلخ ولايت کې درې زره  تنه معلول  کسان شته.
ددغې ورځې  د درناوى په غونډه کې دمدني ټولنې مرکزونه ،  د ولايتي شورا
استازي ، د دولتي ادارې  رييسان او په لسګونو تنو معلولينو او دشهيدانو کورنيو برخه لرله  او په ټولنه کې د معلولينو دبنسټ په  باب يې خبرې وکړې .
په غونډه کې لومړى دکار ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو د وزيرې آمنې افضلي پيغام  د بلخ ولايت د اداري  رييس له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي و ،  معلول کسان له ټولو هغو حقوقو او امتيازاتوڅخه  چې د ټولنې نور کسان يي لري برخمن دي او حق لري دغير معلولو کسانو په شان په ټولنه کې ژوند وکړي.
دبلخ ولايت  د کار دټولنيزو او شهيدانو او معلولينو دچارو رييس ګلالي هوتک باختر آژانس ته وويل :  دمعلولينو دظرفيت دلوړولو لپاره دحرفوي زده کړې
کورسونه جوړ شوي دي  او له دوى څخه ملاتړ  شوى دى .
دې زياته کړه  ، دمزارشريف ښار په ختيځ کې به  ژر تر ژره دمعلولينو ښارګوتى ګټې اخستنې ته  وسپارل شي.
په اوس وخت کې په بلخ ولايت کې يوتن معلول حميدالله ،دکار دنشتوالي ، دمياشتني حقوقو او امتيازونو او په ټولنه کې دنورو ستونزو په باب خبرې وکړې او له دولت څخه يې دمعلولينود معاشونو دلوړولو غوښتوونکى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته