سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

کابل / د کب ۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن مازیګر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سردار عمرزاکوف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر اقتصادي، ترانسپورټي او ترانزیټي پروژو پر پلې کېدو خبرې شوې دي.

په کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ، ټولګټو چارو او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو سرپرست وزیرانو او د یو شمېر ادارو او وزارتونو استازو هم حضور درلود.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې امنیت تامین او له خاورې یې هیڅ هیواد ته ګواښ متوجه نه دی وویل: اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متوازن انکشاف تګلاره تعقیب کړې، افغانستان د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو سره په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو پراختیا غواړي.

نوموړي زیاته کړه، اوس په افغانستان کې د حکومتولۍ سیستم د عادي کېدو په حال کې دی او د ازبکستان په ګډون د سیمې له یو شمېر هیوادونو سره پر اقتصادي پروژو کار پیل شوی دی.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان چمتو دی چې له ازبکستان سره اقتصادي مناسبات لا پراخ کړي. نوموړي په راتلونکي پسرلي کې د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) ریل پټلۍ او د سرخان-پلخمري KV ۵۰۰ برېښنا پروژو د پیل هیله وکړه او د دغو پروژو د امنیت د تامین ډاډ یې ورکړ.

په همدې حال کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د ازبکستان رهبري په دې ډاډه ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا لاینفک جز دی او باید د سیمه ییزې اقتصادي پراختیا برخه وګرځي.

هغه د دې په څرګندولو سره چې ازبکستان ژمن دی له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې جاري وساتي وویل: د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف تل پر نړیوالو غږ کړی چې باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وشي او د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده شي.

سردار عمرزاکوف د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) ریل پټلۍ او د سرخان-پلخمري KV ۵۰۰ برېښنا پروژو ته په اشارې وویل: موږ هم غواړو د یادو پروژو عملي چارې ژر پیل شي. هغه زیاته کړه: هیله لرم د ریل پټلۍ پرژوې مهم تصمیمونه په کابل کې ونیول شي، ځکه د کار پیل له افغانستان څخه کېږي؛ نو له دې امله یې رول هم اړین دی.

ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته