ټولنه

دخواشينۍ پيغام

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني دخواشينۍ پيغام
په خواشینۍ سره خبر شوم  چې د هېواد جید عالم حضرت شیخ الحدیث مولانا عبدالرشید د ۶۰ کلنۍ  په عمر وفات شو.
ارواښاد مولانا عبدالرشید په ۱۳۳۵ ل کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په عبدالروف کلا کې وزېږېد او دیني زده کړې یې له خپل مشر ورور شیخ الحدیث عبدالقدوس جان څخه حاصلې کړې او له فراغت وروسته یې د دیني علومو د تدریس له لارې زرګونه افغان ځوانان د دیني  زده کړه په ګاڼه سنبال او د دین حقه لاره یې هغوی ته روښانه کړه. ارواښاد مړینه یوه ضایعه ده.
د ارواښاد شیخ الحدیث مولانا عبدالرشید کورنۍ، دوستانو، علاقمندانو او د هېواد عالمانو ته د  خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې جنتونه په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته