کابل، د وري ۱۸ مه، باختر
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښاروالۍ له لوري د پنځه لکه افغانیو په لګښت د دغه ښار د عامې روغتیا ریاست په درې لارې کې د یوه چوک د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم د یاد چوک د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې د دغه چوک په جوړولو ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په ۱۵ ورځو کې بشپړې شوې دي.
مظلوم زیاته کړه چې د پلخمري ښار د نورو برخو د جوړولو او بیارغونې ترڅنګ هڅه کوي چې د شهید مولوي لعل محمد محمدي څلورلارې « چوک » د بیارغونې چارې هم پیل کړي.
د پلخمري اوسېدونکي صدام او محمد علي وايي، چې د دې چوک په جوړېدو سره د پلخمري ښار ښکلا زیاته شوې او غوښتنه کوي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې دې ښاروالۍ ګټورې پروژې پلي کړي.