خبرونهامنیت

په زابل کې درې زره کیلو ګرامه چرس کشف او ونیول شول

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د زابل د نشه یي تو کو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت د سیوري ولسوالۍ په پیتلاخیل سیمه کې د ۳ زره کیلوګرامه چرس د کشف او نیولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال مولوي نجم الهدا محمود د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د سیوري ولسوالۍ د پیتلاخېل سیمه کې ۳ زره کیلو چرس چې په بایفور موټر کې ځای په ځای شوي و، نېولي دي.

محمود همداراز وویل، چې پولیسو د یادې پېښې په تړاو څلور تنه نیولي چې له پوښتنو او ګرويږنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته