نړۍ

د خيبرپښتونخوا ايالت د عدليې وزير په يو ځانمرګى بريدکې ووژل شو

-پيښورباختردميزان ٢٥
دخيبرپښتونخوا ايالت دعدليې وزير اسرار الله ګنداپور له اووتنو نورو سره پرون د يوځانمرګى بريد له امله په ديره اسماعيل خان کې ووژل شو.
باخترآژانس ته دپا کستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې، پيښه هغه وخت را منځته شوه چې دغه وزير د ديره اسماعيل خان په کولاچي کلي کې له يو شمېر سيمه ييزو خلکو سره دلوى اختر په مناسبت کتل.
ويل شوي دي چې د هغه د مشر ورور په ګډون ديرش تنه په دغه ځانمرګى بريدکې ټپيان شوي دي.
ګنداپور دپاکستان د انصاف تحريک ګوند او دخيبر پښتونخوا په ايالت کې د (پي ټي آى ) دځواکمن حزب غړى و .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
ګنداپور د (پي ټي آى) حزب يو سترمقام دى چې دطالبانو دمليشو دبريد له امله تراوسه پورې وژل شوي دي
ممنون حسين دپاکستان جمهور رئيس او صدراعظم نوازشريف دخيبر پښتونخوا ايالت دعدليې په وزير بريدسخت محکوم کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته