کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د نورستان د بدني روزنې او سپورټ آمریت له خوا د وایګل ولسوالۍ اړوند د لوی وایګل مرکزي کلي د پنځه لوبډلو ترمنځ د هاکي پیل شوې سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پاې لوبه ځوانانو او دیګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ځوانانو لوبډلې ۲ ګولونو په توپیر مقابل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د بدني روزنې او سپورټ آمریت فني او مسلکي مدیر عبدالمنان محبوب وویل دغه سیالیو لس ورځې دوام وکړ، چې موخه یې ځوانانو ته د سپورت او تفریح زمینه برابرول او دودیزو لوبو ته وده ورکول دې.
هغه زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره به په راتلونکي کې دې ته ورته نورې لوبې هم په لاره واچوي.