کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا ولایت کې د بې سرپرسته کورنیو لپاره د کورنو جوړولو د چارو پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د المواسات خیریه بنسټ په مالي مرسته د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو لپاره د ۲۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده پروژه کې به هر کور د ۱۳۰زره افغانیو په لګښت جوړیږي، چې هر کور به یې ۲ خونې، پخلنځی، او ۲ تشنابونه ولري.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بې سرپرسته کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو په تړاو د هڅو د پیل خبر هم ورکړی دی.