امنیت

٧٤تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  په بيلابيلو سيمو کې  ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دسيمه ئيزو  طالبانو دډلې ديوه قوماندان او ددوو داعشيانو په ګډون ٧٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  ١٣ تنه ټپيان او درې تنه نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  دغه عمليات دننګرهار ،کونړ ،غزني ، پکتيا ، ميدان وردګو ،  قندهار ، روزګان ، فراه ،بادغيس  ، فارياب ، جوزجان ، سرپل ، بلخ ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطات کې ترسره شول چې له امله يې  ٧٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او په دغو عملياتو کې ددښمن ليږدونکي واسطې او مهمات هم  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  په رپوټونوکې ويل شوي دي په تيرو ٢٤ ساعتو کې  ١٣ پلان شوي عمليات او ٢٠ ځانګړي عمليات  دهېواد په يوولس  ولايتونوکې ترسره شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته