کابل، د چنګاښ٣١مه، باختر
په ننګرهار کې لسګونو جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاص شوه.
غاصبینو د دغو ځمکو په یوه برخه کې چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې موقعیت لري تاسیسات جوړ کړي وو.
د ننګرهار د کوزکونړ ولسوال مولوي خالد باختر آژانس ته وويل، په دې پړاو کې ١٥٠ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه .
هغه غاصبانو ته خبرداری ورکړ که چيري دولتي ځمکې په خپله خوښه پرې نږدي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
\ ذ