کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر
په پلخمري ښار کې د خیاطۍ د روزنیز مرکز په فعالیت سره په دغه ښار کې ۳۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پلخمري ښار د خیاطۍ د توليد او زده کړیز ورکشاپ مسوولې ليلا کاظمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: «د خياطۍ دغه روزنيز او توليدي ورکشاپ مې شپږ کاله مخکې جوړ کړى و او له نيکه مرغه اوسمهال په دغه روزنيز مرکز کې ٣٠٠ ښځې په کار بوختې دي او زده کړې کوي».
کاظمي د دغه ورکشاپ رول د کورنيو اقتصادي ودې د کچې په لوړولو کې مهم وباله او ويې ويل: «زموږ زياتره توليدات د انفرادي مشتريانو له خوا او همدارنګه د پلخمري ښار د جامو د پلورنې د پلورنځيو په فرمایشاتو سره لکه (ګند) افغانۍ،. چرمې ګندل، د واده جامې او حجاب دي چې د ګنډلو په بیه کې په نږدې 50٪ کمښت سره وړاندې کېږي.
د نګین د خیاطی ورکشاپ مسوولې زیاته کړه: زموږ ورځنی عاید له ۵ څخه تر ۱۰ زره افغانیو پورې دی، خو لګښتونه یې هم زیات دي، لکه د دوکان کرایه، د برېښنا لګښت او نور، خو بیا هم کولای شو د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته او همکاری وکړو.
هغه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې د ښځو لپاره د خیاطۍ زده کړه د دغه روزنيز مرکز رول او فعاليت ډېر مهم وباله او د مناسب بازار او په دغه مرکز کې د ښځو لپاره د لازمو مرستو نشتوالى يې لويه ستونزه وبلله.
ع