کابل، د چنګاښ ۲۲ مه، باختر
د بادغیس د مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ د غېږ نیوونکو لوبډلو ترمنځ دوستانه غېږ نیونې سیالۍ له دوو ورځو را په دېخوا دوام لري.
د بادغيس د ورزش آمر عبدالکريم وفا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د لوى اختر په مناسبت د بادغيس مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ د ۲۵ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې.
د بادغيس د ورزش آمر عبدالکريم وفا وويل، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزش وده، د ملي سياليو لپاره د غوره غېږ نيوونکو ټاکنه او د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولايت د اوسېدونکو تفريح ده.
د خبرځای د څرګندونو له مخې، په دغو سياليو کې د بادغيس سيمه ييزو مسوولینو په ګډون د بادغيس او بالامرغاب ولسواليو زرګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
ع