ورزش

افغان ورشکارانو د ايران دفجر دلسيزې په سياليو کې دريم مقام وګاته.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١ د افغانستان دتکواندو دملي ټيم ورزشکارانو د ايران دفجر دلسيزې په سياليو کې يو د سپينو زرو او دوه دژيړو مډالونه ترلاسه کړل او دريم مقام يې وګاته دبدني روزنې سپورت او د اولمپيک دملي کميټې درياست دعامه پوهاوي د اطلاعاتو آمر باختر آژانس ته وويل : د ايران د فجر دلسيزې د پنځه ويشتم پړاو سيالۍ دنهو هيوادونو په ګډون د ايران په کوربه توب پيل شوې وې چې له افغانستان څخه محمود حيدري په اته پنځوس کيلوګرامه وزن کې د نايب اتل دسپينو زرو ، مسعود کريمي او زهرا ابراهيمي ددغو سياليو د ژيړو مډالونه ترلاسه کړل. دغه راز د افغانستان دتکواندو ملي ټيم دنهو برخه والو هيوادونو ترمنځ وکولاى شول ددغو سياليو دريم مقام وګټي . په دغو سياليو کې له افغانستان څخه د تکواندو يوولسو تنو ورزشکارانو ګډون کړى و چې ټاکل شوې ده نن له غرمې وروسته هيواد ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته